
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، پریس ټوي وي چینل عبري سروس په X (پخواني ټویټر) کښې د @PresstvHebrew یوزر اکاونټ په نوم او همداشان په ټیلیګرام Telegram کښې په هم دغه نوم د یو ځانګړي چینل له لارې خبرونه وړاندې کوي. د پریس ټي وي د رپورټ له مخې، د دغه سروس بشپړ ویب سایټ به په نزدې راتلونکي کښې پیل شي.
د دغه سروس په محتوا کښې د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله خبرونه، ژور تحلیلونه او شننې او تفسیرونه شامل دي.
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو څانګې د دغه چینل اصلي دنده «د سیمې او نړۍ له بدلونونو څخه خپلواکو روایتونو ته د عبري ژبو مخاطبانو د لاسرسۍ رامینځته کول» بللي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د عبري ژبې رسندوي فضا په دې وروستیو کلونو کښې له پراخو محدودیتونو او سانسورونو سره مخامخ پاتې شوې او د یاد سروس پیلول، متفاوتو او ځانګړو معلوماتو او شننو ته د مخاطبانو د نیغ په نیغه لاسرسۍ لاره هواروي.
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونومرستیال احمد نوروزي په عبري ژبه په خپل رسمي پیغام کښې، په نیواکي ټاټوبو کښې رسندویي حالاتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د اسرائیلو رژیم له ایران سره د جنګ په دوران کښې په عبري رسنیو باندې سخت سانسور لګولی و. هغوي په حقیقت کې د خلکو له خبریدو ویریږي او د پریس ټي وي عبري برخه به پټ کړې شوي حقایق په ډاګه کړي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167900